کابل/دلیندۍ۹مه/باختر
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د ترکمنستان له قونسل سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو د کچې د زياتوالي اړتيا جدي وبلله.
په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د تطبيق بهير د ګړندي کولو، د برېښنا د يو ترانسفارمر د ورکړې او د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو د انډول د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وشوې.
د ترکمنستان قونسل په دغه هېواد کې د ټاپي په تګلوري کې د نل ليکو بهير د بشپړېدو او په نږدې ورځوکې هرات ته د برېښنا شبکې د يو تقويتي ترانسفارمر د ورکړې خبر ورکړ.
د هرات والي د ترکمنستان د همکاريو له امله قدرداني وکړه او د همکاريو او په تېره بيا دغه هېواد ته د مرمر ډبرو د صادراتو د زياتوالي اړتيا جدي وبلله.
د هرات والي په نږدې راتلونکې کې د دغه ولايت په ولسواليوکې په ټاپي تګلوري کې د ځمکې د استملاک چارو د سروې د بشپړولو يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دهېواد خلک په نږدې راتلونکې کې د دغې پروژې له ګازو څخه استفاده وکړي.
رحيمي په هرات کې د مرمر ډبرو د سترو کانونو شتون ته په اشارې سره په عشق آباد کې د هرات د مرمر ډبرو د نندارتون د جوړولو او د هرات لارې ترکمنستان ته د باکيفيته مرمر ډبرو د صادراتو د زياتوالي غوښتنه وکړه.
ختم- ج -اکرم
0 1 دقیقه لوستل