سیاست

د افغانستان او ترکمنستان دمشرانو ګډه اعلاميه

کابل باختر   دسلواغې دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور ريس محمد اشرف غني او دترکمنستان دجمهور رييس قربان قلي بردي محمدوف  ګډه اعلاميه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دترکمنستان دجمهور رييس قربان قلي بردي محمدوف  په بلنه  د٢٠١٥ ميلادي کال  دجنوري دمياشتې په يوويشتمه نيټه چې د ١٣٩٣ هجري لمريز کال  دسلواغې دمياشتې  له لومړى نيټې سره  سمون  خوري دترکمنستان جمهوريت ته  رسمي دولتي سفر وکړ .
ددغه سفر په چوکاټ کې  ددواړو هيوادونومشرانو په بشپړه دوستانه ، ښه ګاوڼديتوب او تفاهم په فضا کې له يوبل سره وکتل او اوسنى حالت او په بيلابيلو برخو کې ددوه اړخيزو همکاريو  دپراختيا لرليد او دغه راز  ددواړو لورو دعلاقې وړ نړيوال او سيمه ئيز سياست  مهمې مسئلې يې  وڅيړلې .
ددواړو هيوادونومشرانو دخبرو نتيجې دقناعت وړ وبللې او ددوستي او همکاري  په باره کې  دترکمنستان او دافغانستان داسلامي جمهوريت ترمنځ  د٢٠١١ ميلادي کال  دمي دمياشتې  په اته ويشتمه نيټه  دلاسليک شوي قرارداد دمفادو له مخې دهراړخيزو همکاريو دلازياتې ژورتيا او پراختيا په لاره کې  خپلې ګډې هلې ځلې  تاييدې کړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اودترکمنستان جمهوريت  جمهورو رييسانو دنړيوال سياست  په کليدي مسئلو کې  دخپلو موافقو د ورته والي او نږدې والي په تصديق سره ،  ټينګار وکړ چې په سيمه او په نړيواله کچه دسولې او امنيت دټينګښت په لاره کې متقابلو هڅو ته  دوام ورکوي او تصميم لري چې په نړيواله کچه او دملګروملتو دسازمان او دسيمه ئيزو سازمانونو په چوکاټ کې خپله متقابله همکاري  فعاله کړي .
ددواړو هيوادونوجمهورو رييسانو په دوه اړخيزه کچه او دنړيوالو جوړښتونو دنړيوال امنيت له بهر څخه  دسازمان موندلو جنايتونو او دنورو ګواښونو له نړيوال تروريزم ، بنسټپالنۍ ، غير قانوني مهاجرتونو ، دنشه يي توکو دقاچاقو او درواني  زيانمنونکو موادو پرخلاف  مبارزه کې  ديو ضروري کار په توګه  د راتلونکو همکاريو  دپراختيا  په اړتيا باندې ټينګار وکړ .
د دواړو هيوادونومشرانو په افغانستان کې دسولي او امنيت دټينګښت او تامينولو په اهميت باندې ټينګار وکړ .
دترکمنستان لورې  يوځل  بيا دافغانستان په اسلامي جمهوريت کي دسولې او امنيت له ټينګښت سره  خپله وفاداري  تاييد کړه .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت او دترکمنستان جمهورو رييسانو ټينګار وکړ چې  متقابل درناوى ، اعتماد ، شفافيت او  دمتقابلو ګټورو اړيکو وده  د دوه اړخيز انکشاف  داصولو بنسټ دي .
  ددغو اصولو له مخې : د هيوادونومشرانو  په تجارتي  ، اقتصادي ، انرژۍ ، ترانسپورت ، علمي ، تخنيکي ، فرهنګي او بشري  برخو  او په نورو برخوکې دهمکاريو  دژورتيا ددوام  داړتيا په باب نظر څرګند کړ .
  ددواړو هيوادونومشرانو دتجارتي _ اقتصادي همکاريو په چارو کې دافغان _ ترکمن  دبين الحکومتي  کميسيون  مهم رول ته چې  دنويو همکاريو دکيفيت دلوړولو کچې ته  دتيريدو په لاره کې  ددواړو هيوادونو له ظرفيتونو څخه په استفاده کې  دفعالې همکاري په غاړه لري اشاره وکړه .
له دې امله په تجارتي – اقتصادي برخه کې مثبتو نتيجو ته  د رسيدو په مقصد ټينګار وشو چې دغه کمسيون دې فعال شي .
  د دواړو هيوادونو جمهورو رييسانو څرګنده کړه چې ددوه اړخيزې سوداګرۍ دپرله پسې ودې او دهغو دډول ډول جوړښتونو دپراختيا دتامينولو په لاره کې  ګډې هلې ځلې وشي .
  ددواړو هيوادونو مشرانو ټينګار وکړ چې دسولي په پراختيا او دانرژۍ  په تامينولو او دغه راز په سيمه ئيزه ټولنيزه او اقتصادي وده  او پرمختياکې  دانرژۍ دمنابعو دليږدونې په برخه کې  دهمکاريو ژورتيا  کليدي رول لري .
  له دې امله  دترکمنستان _ افغانستان _ پاکستان _ هند دګازو دنل ليکې  دغزولو ( ټاپي )  دجوړولو او ګټې اخيستنې په برخه کې دهمکاري  په پراختيا باندې ټينګار وشو .
  ددواړو هيوادونومشرانو ددواړو هيوادونو دترانزيتي ، ترانسپورتي  ظرفيتونو په پام کې نيولو سره  په پورتنۍ  برخه کې دهمکاريو په ارزښت او دافغانستان _ ترکمنستان _ اذربايجان _  ګرچستان _ ترکيې دترانسپورتي دهليز په جوړولو کې دکار ددوام په اړتيا باندې ټينګار وکړ.
  د دواړو هيوادونو مشرانو دغه راز  د دوه اړخيزو اقتصادي اړيکو په برخو کې  دهمکاريو دفعالولو اړتيا  په رسميت وپيژندله .
جمهورو رييسانود دواړو هيوادونو دخلکو دفرهنګي او تاريخي مشترکاتو په تاييدولو سره داړوندو ادارو ترمنځ  دفرهنګي  بشري اړيکو هرراز پراختيا اودډله ئيزو اطلاعاتو  دوسايلو فرهنګي فعاليتونه پراخوي  او هوډمن دي چې په حقيقت کې دپوهنې او علومو، فرهنګ، هنر ، ګرځندوي او ورزش په برخو کې همکاري لاپسې  پراخه کړي .
  جمهورو رييسانو  دترکمنستان او دافغانستان داسلامي جمهوريت ترمنځ دحقوقي سندونو په پراختيا او راتلونکې ټينګښت  چې  دبين الدولتي  اړيکو دټينګښت اساسي بنسټ  بلل کيږي  ټينګار وکړ .
ترکمنستان  او دافغانستان اسلامي جمهوريت  دهغو قراردادونودعملي تطبيق په لاره کې  چې پخوا لاسليک شوي دي  جدي تدبيرونه  نيسي  او ددوه اړخيزو اړيکو دحقوقي سندونو دپراختيا په برخه کې به  هڅه او هاند وکړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  دافغاني هيئت  په نسبت  دتاوده هرکلي اوميلمه پالنې په نسبت  دترکمنستان له جمهور رييس  قربان قلي بردي محمدوف  او ددغه هيواد له خلکو څخه  مننه وکړه او دترکمنستان جمهور رييس ته يې  بلنه ورکړه چې په  يوه مناسب فرصت کې  دافغانستان اسلامي جمهوريت ته  رسمي دولتي سفر وکړى  چې وروسته به  له ديپلوماتيکي لارې دسفر دنتيټې په باب موافقه وشي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته