سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

کابل، د غوايي ۱۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې ترمنځ د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

دغه تړونونه پرون د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې د رئیس نوکر قلي اتاقلي اف له لوري لاسلیک شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي وايي، چې دغه سوداګریز تړونونه ترکمنستان ته د هغه د پخواني سفر او د هغه هېواد له چارواکو سره د خبرو اترو پایله ده او په خبره یې چې له دغه هېواد سره به دې ته ورته نور سوداګریز تړونونه هم وشي. 

په همدې حال کې د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې رئیس نوکر قلي اتاقلي اف د دغو تړونونو په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي څخه ترکمنستان ته د افغانستان د تولیداتو د انتقال لپاره قراردادونه وکړي.

له بلې خوا د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار په دغه ولایت کې د تولیدي شرکتونو د محصولاتو پر معیاري تولید باندې ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې ترکمنستان ته به د هرات د صنعتکارانو تولیدات د افغانستان د صادراتو غوره بېلګه وي. 

د يادونې وړ ده، چې د دغو تړونونو له مخې به مرمر ډبرې، سيخ ګول او د افغانستان تولید شوی رنګ ترکمنستان ته صادر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته