کابل، د وږي ۱۰مه، باختر
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر، د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر اناګلدي ساپاروف سره د «ټاپ» پروژې د تطبیق هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
باختر آژانس ته د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست ملا هدایت الله بدري په مشرۍ، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او د نورو امارتي ادارو پلاوي د ترکمنستان په مرکز عشق آباد ښار کې د دغه هېواد له لوړ پوړو پلاوو سره کتلي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس د دغه سفر په بهیر کې، د «ټاپ» پروژې چې د افغانستان برېښنا شرکت له مهمو پروژو څخه ده او د ترکمنستان انرژۍ افغانستان ته او له دې لارې پاکستان ته لېږدوي؛ د دوه اړخیزو همکاریو او پروژې د تطبیق هوکړه لیک د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره لاسلیک کړی دی.
ویل شوي چې په دغه هوکړه لیک کې دواړو لوریو په خپلو خاورو کې د یادې پروژې د پلي کولو په موخه د تاسیساتو جوړولو او د یادې پروژې اړوند اسنادو د بشپړولو په برخه کې ژمنه کړې ده.
هېره دې نه وي چې د یادې سترې او مهمې پروژې په پلي کېدو او بشپړېدو سره به د هېواد په دننه کې زرګونو کسانو ته کاري زمینه برابره شي؛ افغانستان د دغه مزي له لارې زیاته اندازه برېښنا او ترڅنګ به یې هر کال له پاکستان څخه د ټرانزیټ حق پیسې ترلاسه کړي.