د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالیاتي او تجارتي مسایلو اړوند د مذاکراتو لومړی پړاو ترسره شو

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتي چارو د مسئولینو ترمنځ د مضاعف (دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو او نورو مهمو مسایلو په اړه، د مخامخ مذاکراتو لومړی پړاو د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې ترسره شو.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغو درې ورځنیو مذاکراتو کې چې د مالیې وزارت د مالیاتي، تخنیکي، حقوقي او د پالیسۍ چارو مسئولینو او د ترکمنستان د مالیې او اقتصاد وزارت د مالیاتي سیسټم او پراختیایي بودجې د کارپوهانو رئیس، د مالیاتي او حسابي پالیسۍ مرستیال او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت استازي ګډون کړی و؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مضاعفو (دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې پر زیاتوالي، د مالیاتي تېښتې د مخنیوي او په یادو برخو کې د دوه اړخیزو آسانتیاوو پر برابرولو خبرې شوې او دواړه لوري پر لومړنۍ چمتو شوې مسودې هوکړې ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې د دغو مذاکراتو بل پړاو په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو مالیاتي مسئولینو ترمنځ ترسره شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته