سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلي همکاريو پر پراختيا ټینګار وشو

کابل، د مرغومي ۱۸مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت، نن په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره وکتل.

باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، په کابل کې د ترکمنستان سفير د هرات – تورغونډۍ بندر د ظرفيت لوړونې په موخه د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي وروستي سفر ته په اشارې ويلي دي: د هرات – تورغونډۍ بندر د انتقالاتو د تخليې او بارګيرۍ په پار د نویو هنګرونو او فرعي خطونو د جوړولو لپاره چې د افغانستان – ترکمنستان ګډو تخنيکي ټيمونو کومې ساحې مشخصي کړې وې؛ د عملي کار د پيل په موخه دې ژر تر ژره ځمکه ورته مشخصه شي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوامداره دوه اړخيزو اړيکو او ريلي همکاريو د پياوړتيا له امله د مننې ترڅنګ؛ د سفیر د غوښتنې په اړه ډاډ ورکړی چې په دې موخه يې يوه کمېټه هرات ته استولې چې د هرات له والي سره په مشوره او موافقه به ډېر ژر ځمکه مشخصه او د ترکمنستان د ريل پټلۍ ادارې په واک کې به ورکړل شي.

د کتنې په پای کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ريلي همکاريو پر پراختيا او په دې برخه کې پر دوامداره همکارۍ او همغږۍ ټينګار شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته