کابل، د وږي ۱۱مه، باختر
ټولګټو وزارت، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلي سکټور د پراختيا په موخه، د دوو تړونونو د لاسليک کولو خبر ورکړی دی.
باختر آژانس ته د یاد وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معین ملا بخت الرحمن شرافت، ترکمنستان ته د اسلامي امارت د ګډ اقتصادي پلاوي
د سفر په بهیر کې، د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له مسئولینو سره د تورغونډۍ بندر د پراختيا او له تورغونډۍ څخه د هرات په لور تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومتره کرښې د جوړولو تړونونه لاسلیک کړي دي.
تورغونډۍ بندر د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا د وصل نقطه بلل کېږي، چې په رغېدو سره به یې سوداګرو ته لا زیاتې آسانتیاوې برابرې او ورسره به د اموالو د لېږد را لېږد پروسه ګړندۍ شي.
ویل شوي چې ډېر ژر به د یادو پروژو عملي چارې د ترکمنستان له لوري پیل شي.
10 1 دقیقه لوستل