د افغانستان او تاجکستان جمهورو رئیسانو سره وکتل
کابل باختر دچنکاښ څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ازبکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ پرون مازدیګر د تاجکستان له جمهور رئیس امام علي رحمان سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې د ازبکستان د جمهوري ریاست په مقر کوک سرای کې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او له ترهګري سره د ګډې مبارزې په هکله بحث او خبرې وکړې.
امام علي رحمان وویل، د افغانستان مسیر د سوداګرۍ لپاره مناسب دی او موږ په دې برخه کې د افغانستان د زیاتې همکارۍ غوښتونکي یوو او همدارنګه د افغانستان لوري په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړه.
همدارنګه دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې او ټرانزیټي همکارۍ زیاتې شي.
جمهوررئیس تاجکستان ته د وروستي سفر پرمهال په ساختماني برخه کې د تاجکستان له مسلکي تجربو څخه د ګټه اخیستنې په هکله خبرې کړې وې او په دې کتنه کې د تاجکستان جمهور رئیس وویل، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوي دې په خپلمنځیو کتنو کې خپلې تجربې سره شریکې کړي.