د افغانستان او ایران ګډ هنري او فرهنګي نندارتون جوړېږي

کابل، د لړم ۲۰مه، باختر
په کابل کې د افغانستان او ایران ګډ هنري او فرهنګي نندارتون جوړېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت الله جمال؛ په کابل کې د ایران سفارت له فرهنګي اتشې دوکتور سید روح الله حسیني سره کتلي دي.
باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ګرځندوی، فرهنګي او هنري موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
د ایران سفارت فرهنګي اتشې، په کابل کې د افغانستان او ایران د ګډ هنري او فرهنګي نندارتون د جوړولو خبر ورکړی او همدا رنګه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين په مشرۍ، ایران ته د يوه پلاوي د سفر بلنه ورکړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته