د افغانستان او ایران د سرحدي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر

د اسلامي امارت سرحدي مسوولینو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ د اسلام قلعه په بندر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د اسلامي امارت سرحدي مسوولینو او ایراني سرحدي ځواکونو پرون د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې د سرحدي مسائلو او دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د یاد ولایت کمیسارۍ په انګړ کې د ۲۰۷  الفاروق قول اردو د پنځمې سرحدی لوا قوماندان برید جنرال محمد رحيم خادم په مشرۍ ترسره شوه، چې د ایران لوري څخه د سرحدي ځواکونو مرستيال محمد رضا بیات او د يادو سرحدي ځواکونو لومړی درجه مرستیال سرهنګ شيدا هم ګډون درلود.

په دغه دوه اړخيزه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو او ستونزو اړوند د نظر د تبادلې سربېره د احتمالي ستونزو د حل په اړه هم خبرې وشوې.

همدارنګه د اسلامي امارت سرحدي مسوولينو ايراني لوري ته د ګاونډيو هېوادونو سره د هر ډول ګډو همکاريو او د ښو اړيکو د ساتلو ډاډ ورکړ.

هېره دې نه وي، چې ایراني پلاوي هم په دغه کتنه کې  افغانستان د ملي دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو د همکاري څخه رضایت او خوښي څرګنده کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته