د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي معین مولوي صدراعظم عثماني، د ایران د کرنې جهاد وزارت د کرنې له معین سره کتلي دي.
باختر آژانس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د تجربو شریکولو، د کرنیزو او اوبولګولو پرمختللو ټکنالوژیو کارولو، ظرفیت لوړولو او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې او د کرنیزو برخو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.
هېره دې نه وي چې د هېواد د کرنې وزارت، د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ یو پلاوي، د ایران په بلنه د دغه هېواد د اوبو او خاورې پروژو په برخه کې د ظرفیتونو، وړتیاوو او ټکنالوژیو په ځانګړې توګه د اوبولګولو د پرمختللو لارو چارو د لیدلو په موخه یاد هېواد ته سفر کړی دی.