د افغانستان او ايران د رېلي شبکو پر پراختیا او د ګډو دهلېزونو پر رامنځته کولو ټینګار وشو

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ معين مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، ایران ته د خپل سفر په بهير کې د مشهد له والي او یو شمېر ایراني او افغان سوداګرو سره د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنايعو، کانونو او کرنې په خونه کې کتلي دي.

باختر آژانس ته د ټولګټو وزارت د رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د مشهد له والي سره په کتنه کې، د رېلي انتقالاتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې شوې دي.

Img 20241122 Wa0007

د مشهد والي د همکارۍ د پراختیا د هرکلي ترڅنګ، ژمنه کړې چې هېواد به يې د کمېسارۍ چارو او ګمرکونو په ګډون، په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

دغه راز د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنايعو، کانونو او کرنې خونې په ګډه ناسته کې چې د افغان او ایراني سوداګرو په شتون ترسره شوې، د سوداګرۍ او ترانسپورټ په برخه کې پر شته فرصتونو او ننګونو او همدا رنګه د پانګونې د راجلبولو او د انتقالاتو کچې پر لوړولو خبرې شوې دي.

د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ معين هم د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ملاتړ ژمنه کړې او سوداګریزو فعالیتونو ته د لا زیاتو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

په يادو کتنو کې، د دواړو هېوادونو چارواکو د رېلي شبکو د پراختیا پر اهمیت او د ګډو دهلیزونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته