د افغانستان او ايران ترمنځ پر دوه اړخیزو روغتیايي همکاریو خبرې وشوې

کابل، د مرغومي ۲۸مه، باختر
‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، په کابل کې د ایران له نوي سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ایران له لوري په کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو د بیا پیل، د درملو د کیفیت، تولید او اړونده برخو کې د هوکړه لیک د تطبیق ترڅنګ، د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ایران سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللې او ویلي يې دي: “موږ د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا په موخه کیفیت لرونکو درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولای شو په دې برخې کې د پرمختګ ترڅنګ، هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو.”
د ایران سفیر هم د روغتیا په برخه کې خپلو دومدارو همکاریو ته په اشارې سره، په دې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته