سیاست

د افغانستان او ايران ترمنځ د قونسلي همکاريو دريمه غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ د قونسلي همکاريو دريمه غونډه پرون د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزارتونو د معينانو ډاکتر نصيراحمد انديشه او د حسن قشقاوي په ګډې مشرۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو په صالون کې جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پيل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت معين ډاکتر نصير احمد انديشه خبرې وکړې او څرګنده يې کړه: ((د دواړو هېوادونو د اتباعو د تګ راتګ او د سوداګرو له خوا د مالونو راکړه ورکړه، د دې غوښتنه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ قونسلي اړيکې له پخوا زيات ټينګښت ومومي او د دواړو لورو اتباعو ته لازمې آسانتياوې برابرې شي. په دغه واقعيت په پوهيدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي همکاريو لومړۍ غونډه په ١٣٨٤ کال کې په کابل کې او دويمه غونډه يې د ١٣٩٠ کال په لومړيو وختوکې په تهران کې جوړه شوه او د دواړو لورو ترمنځ د قونسلي همکاريو سندهم لاسليک شو. هيله لرو چې د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو په پراختيا سره وکولاى شو خپله سيمه زموږ خلکو په تېره بيا د افغانستان او ايران د ملتونو لپاره په يوې خوندي سيمې بدله کړو.))
وروسته د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت معين قشقاوي هم په دې غونډه کې د افغانستان او ايران د هيتونو د کتنې او خبرو له امله د خوښۍ په خرګندونو سره د قونسلي آسانتياوو برابرول د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په پياوړتيا په تېره بيا د تجارتي اړيکو او د ځمکني او هوايي ترانسپورت په پراختيا کې مهم او ارزښتناک وبلل، هيله يې وکړه چې د افغانستان او ايران هيتونه د ورورى او ګاونډيتوب په روحيې سره او د مرستې او همکارۍ په فضاکې عمل وکړي او په پاى کې موږ د دواړو لورو لپاره د منلو وړ د يوې اجرايويي غونډې د جوړولو شاهدان واوسو.
د کتنې په دوام وپتيل شوه چې دواړه لوري د نظر وړ موضوعګانې (د اتباعو د حقوقو د ملاتړ او د قضايي همکاريو، د ديپلوماتيکي او قونسلي همکاريو او په مهاجرينو پورې د اړوندو موضوعګانو) په ګډون په دريوکاري ډلوکې وڅيړي او نتيجې يې د وروستۍ موافقې لپاره د دواړو لورو د هيتانو په واک کې ورکړي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان او ايران د بهرنيو چارو د وزارتونو معينانو د دغې غونډې له پيل کيدو مخکې د پيژندګلوۍ کتنه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته