سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس: نړۍ په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي او بانکي سکتورونو کې د مثبتو بدلونونو شاهده وه

کابل، د وږي ۳مه، باختر
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رئيس جف ګریکو سره وکتل.
باختر آژانس ته د افغانستان بانک د وياند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکتور د ټینګښت په برخه کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي چې د هېواد خصوصي او بانکي سکتورونه د هېواد د اقتصاد په وده کې مهمه ونډه لري او د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې له هېڅ راز هڅو درېغ ونکړي.
خالد، د افغانستان بانک له‌خوا د پیسو وینځلو او د لویو جرمونو د عوایدو د مخنیوي د رژیم پیاوړتیا، د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو سکتور د میکانیزه کولو او د انفلاسیون کابو کولو په برخه کې د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې د بېلابېلو مقرراتو، پالیسیو او نړیوالو اصولو او معیارونو د پلي کولو په تړاو ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان بانک وکولای شول د افغانستان بانکي سکتور بېرته پر خپلو پښو ودروي او د افغانۍ ارزښت په غوره توګه وساتي.
هغه، دغه راز په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په اړه د مرکزي بانک ژمنتیا څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان بانک ژمن دی په تدریجي ډول د هېواد بانکي سکتور پر اسلامي بانکوالۍ بدل کړي.
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رئيس هم ویلي چې نړۍ په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي او بانکي سکتورونو کې د مثبتو بدلونونو شاهده وه.
هغه د خپلو خبرو په پای کې، د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د انفلاسیون مهارولو، د نغدینګۍ د مدیریت او په غوره توګه د بانکي سکتور د اداره کولو په برخه کې د افغانستان بانک کړنې ستایلې او ژمنه یې کړې ده چې د یادو سکتورونو د لا زیاتې پراختیا او ودې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته