سیاست

د افغانستان او امریکا جمهورو رئیسانو ټلیفوني خبرې وکړې

کابل_باختر د کب د مياشتې ٦ مه:
د امریکا د متحده ایالاتو جمهوررئیس بارک اوباما نن شپه د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره ټلیفونې خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغو ټلیفوني خبروکې دواړو جمهورو رئیسانو راتلونکو انتخاباتو ته د چمتوالي، د سولې د بهیر، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون او د یو لړ نورو سیمه يیزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
بارک اوباما د کنړ په ولایت کې د افغانستان د دښمنانو لخوا د ملي اردو د ۲۱ تنو سرتیرو د وژل کېدو له امله جمهوررئیس حامدکرزي ته تسلیت ووایه.
د امریکا جمهوررئیس په افغانستان کې د انتخاباتو له روان بهیر څخه خوښي څرګنده کړه، ويې ویل چې دغه بهیر په سمه توګه روان دی او امریکا د افغانستان له انتخاباتوڅخه ملاتړ کوي خو په انتخاباتوکې له هیڅ یو مشخص کاندید څخه  پلوي  نه کوي.
جمهوررئیس حامدکرزي وویل چې انتخابات یو ډیر مهم اصل دی. د افغانستان راتلونکي انتخابات به په خپل معین قانوني وخت ترسره شي او افغانان به په دغه ملي بهیر کې په پراخه کچه ګډون وکړي او په دې اړه لازمې  تیارۍ  نیول شوې دي .
د هېواد جمهوررئیس همدا راز په ترکیه کې د افغانستان پاکستان او ترکیې هېواد د مشرانو د درې اړخیزو مذاکراتو او دسولې په پروسه کې د وروستیو شویو انکشافاتو په اړه جمهوررئیس اوباما ته  معلومات ورکړل، ويې ویل چې د افغانستان د سولې پروسه باید په عملي ډول تطبیق شي.
د امنیتي او دفاعي تړون په اړه، د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما یوځل بیا له انتخاباتو مخکې د دغه تړون د لاسلیک کېدو غوښتنه وکړه .
جمهوررئیس حامدکرزي وویل: لکه څنګه چې په مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان خلکو له امریکا سره امنیتي تړون تائید کړ، موږ د دغه تړون پلوي یو خو لومړی باید  په هېواد کې د سولې بهیر په عملي توګه پیل شي، چې دا  د افغانستان د خلکو یوه حیاتي غوښتنه ده.
د افغانستان جمهوررئیس له بارک اوباما څخه وغوښتل چې د سولې د پروسې د عملي پیلیدو لپاره دې په ګډه کار وشي ترڅو د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره زمینه برابره شي.
دواړو جمهورو رئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام باندې ټینګار وکړ او د امریکا جمهوررئیس زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات له یو با ثباته او متحد افغانستان څخه ملاتړ کوي او له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته