د افغانستان او امريکا د سوداګرۍ ګډه خونه د کلنى کنفرانس د جوړولو لپاره تياره شي
کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
د افغانستان او امريکا د تجارتي پيوستون د کلنى کنفرانس د جوړولو لپاره مقدماتي غونډه نن په کابل کې جوړه شوه.
ټاکل شوې ده د افغانستان _ امريکا د تجارتي پيوستون کلنى کنفرانس د روان کال د لړم د مياشتې په وروستيوکې په واشنګټن ډي سي کې جوړشي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغه غوڼده د افغانستان – امريکا د تجارتي خونو له خوا د افغانستان – امريکا د تجارتي پيوستون د لسم کنفرانس د تيارى په مقصد جوړ شوه .
دغونډې په پيل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو لوى رييس حصين فهيم وويل: ددغه شان کنفرانسونو جوړول د امريکا او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په وده کې زيات ارزښت لري.
دغه راز په دې غونډه کې د مرکزي بانک رييس نور الله دلاوري په خپلو خبروکې خصوصي بانکونه دې ته وهڅول چې د افغانستان – امريکا د تجارتي پيوستون په کنفرانس کې ګډون وکړي، ځکه دغه کنفرانس په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګوالۍ په وده کې مهم رول لوبوي.
د افغانستان _ امريکا د سوداګرۍ د ګډو خونو د مديره هيئت رييس سليمان لطفي د خبرو په ترڅ کې وويل: دغه کنفرانس په افغانستان او امريکا کې په بېلابېلو تجارتي برخوکې اسانتياوې او د ګډې پانګونې او د دواړو هيوادونو مالونو ته د بازار موندنې زمينې برابر وي.