سیاست

د افغانستان او ازبکستان تر منځ د همکاریو تفاهم لیکونو د تعقیب او تطبیق په اړه د ګډ پلاوي راپور

کابل باختر د وري اته ويشتمه : ازبکستان ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په وروستي سفر کې د دغه هېواد له جمهوررئیس شوکت میرضایف سره په کتنه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو تفاهم لیکونو د تعقیب او عملي کارونو د ژر پیل په خاطر به د دواړو هېوادونو پلاوي په ګډه کار پيل کړي. د دواړو هېوادونو د جمهورورئیسانوله لارښوونو سره سم د روان کال د وري له ۱۲ څخه تر ۱۷ پورې د افغانستان د ترانسپورت وزیر، د مخابراتو وزیر، د افغانستان د ریل پټلۍ او د افغانستان د برېښنا شرکت رئیسانو په ګډون یو ګډ پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او له ازبکستاني لوري سره یې د ازبکستان د اندي جان لوژستیکي مرکز څخه د چین کاشغر او اورمچي ته د افغاني توکو د انتقال، نوري فایبر، د مزار شریف ـ هرات د رېل پټلۍ او د سرخان ـ پلخمري ترمنځ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د سروي او ډيزاین په جزئیاتو مفصلې خبرې وکړې. د دواړو هېوادونو د مخابراتو وزیرانو د سیمه‌ییز اتصال (Regional Connectivity)، پستي همکاریو، د انټرنټ د ترانزیټ او د انټرنیټي ظرفیتونو خرڅولو، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رومینګ خدمتونو فعالولو، الکترونکي حکومتولۍ او د موبایل له لارې حکومتولي په څير موضوعاتو باندې د چټک کار په پیلولو بحث وکړ. د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو د تفاهم‌لیک له مخې به له ازبکستان څخه په مناسبه بیه او لوړ کیفیت انټرنټ واخیستل شي، د انټرنټ د ترانزیټ خدمتونه به د ۱۳۹۷کال په منځ کې پیل شي او د انټرنت د توافق شوی ظرفیت چارې به په امتحاني ډول د هغه فایبر له لارې چې مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ غځېدلی دی، پيل شي. په دې سفر کې د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې چارواکو له ازبکستاني لوري سره د مزار شریف ـ هرات د ریل پټلۍ په ګیچ، دغه پروژې سره د ازبکستان د پنځه سوه میلیونو ډالرو مرستې په څرنګوالي او بانکي ضمانتونو له بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې ډېر ژر به د ازبکستان ۱۷ کسیز پلاوی مزارشريف ته را ورسېږي او د افغانستان له ۱۳ کسیز پلاوي سره به په ګډه د مزار شریف ـ هرات رېل پټلۍ د عملي کار شونتیاوې وسنجوي او ازبکستان به ژر د رېل پټلۍ د سروې لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو لیست افغانستان ته وسپاري. همدارنګه افغان لوري له ازبکستان نه هیله وکړه چې د خپلو سوداګريزو او ترانزیټي توکو لیست افغانستان سره شریک کړي چې له مخې يې د دغې رېل پټلۍ احتمالي عواید معلوم او پانګه اچوونکو بنسټونوسره شریک شي. دغه راز ژمنه وشوه چې د افغانستان د مالیې وزیر به ازبکستان ته په خپل نږدې سفر کې د ازبکستان له مالیې وزیر سره په ګډه نړیوالو مالي بنسټونو ته د مالي مرستو د جلبولو په خاطر یو لیک واستوي. همدارنګه د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې رئیس یما شمس د ازبکستان د لوړو زدکړو وزارت معین سره دغه هېواد ته د هغو ۳۴افغان محصلانو د استولو په اړه هم خبرې وکړې چې ټاکل شوې د لیسانس تر کچې به د رېل پټلۍ بېلابېلو برخو کې زده کړې وکړي، د دغو افغان زده کوونکو مقدماتي چارې پای ته رسېدلي دي او ژر به ازبکستان ته د زده کړو لپاره سفر وکړي. ازبکستاني چارواکوله افغان پلاوي سره توافقه وکړ چې افغاني محصولات لکه مېوه، سابه او د مرمر ډبرې به د اندي جان لوژیستیکي مرکز ته ترانزیت شي او د ازبکستان د جمهوررئیس په هدایت به د ترمز د کارګو په مرکز کې افغاني محصولاتو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې شي. دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ موافقه وشوه چې افغانستان به ژر لس کانتینره توکي په امتحاني ډول د اندي جان له لوژیستیکي مرکز څخه د چین کاشغر ته ولېږي، ازبکستاني لوري په دې برخه کې د هر ډول ممکنه ستونزې د حل ډاډ ورکړ. افغان پلاوي ژمنه وکړه چې له دغې لارې به د خپلو سوداګریزو توکو حجم تر راتلونکي کال پورې یو میلیارد ډالرو ته ورسوي او د هغو افغاني توکو پر مخ به لاره پرانیزې چې له ازبکستان سره په پوله له ستونزو مخ شوي دي. د افغانستان د برېښنا شرکت او د ازبک انرګو مشرانو د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د ډیزاین او غځولو په اړه چې د ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا د انتقال ظرفیت لري خبرې وکړې او افغانستان ته د وارداتي برېښنا د بیو د کمولو په خاطر یې ور څخه مننه وکړه.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته