د افغانستان او ازبکستان امنیتي چارواکو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي
کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت پلاوي د ازبڪستان هېواد د سرحدونو عمومي قوماندان حسن اوف سلیم جان او مل پلاوي سره وکتل.
دغه وزارت زیاته کړې چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان ملا رحمت الله محمد په مشرۍ د ملي دفاع وزارت پلاوي د ازبڪستان هېواد د سرحدونو عمومي قوماندان حسن اوف سلیم جان او مل پلاوي سره د ازبڪستان هېواد په صفري نقطه کې د کتنې پرمهال د سرحد اړوند ستونزې او مشڪلات له مقابل لوري سره شریک کړي دي.
سرچینې همدرانګه ویلي چې ورته مهال دواړو لوریو د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزه اړیکو، د خپلمنځي همکارۍ او تفاهم ټینګار شوی دی.