د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي خبرې وشوې

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي.
باختر اژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ترسره شویو ژمنو د عملي کولو، د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریزې راکړو ورکړو د زیاتوالي، په دواړو هېوادونو کې د تولیداتو او محصولاتو د نندارتونونو جوړولو، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه له اذربایجاني پانګه والو او سوداګرو سره د معلوماتو شریکولو او د لاجوردو لارې د فعاله ساتلو په اړه خبرې شوې دي.
د کتنې په پای کې، د دواړو هېوادو ترمنځ د راکړې ورکړې حجم د زیاتوالي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادو ترمنځ د صادراتي توکیو د لیست پر شریکولو، په اذربایجان کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پر جوړولو او د لا زیاتې همغږۍ په موخه د څلور کسیز ټیم پر پېژندلو هوکړه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته