د افغانستان اوعربستان د بهرنيوچارو وزيرانود افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې

کابل /د غويي ٢٨مه /باختر
د افغانستان د بهرنيوچارو وزير محمد حنيف اتمر د سعودي عربستان د شاهي دولت د بهرنيوچاروله وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود سره په تيلفوني اړيکه کې په فلسطين کې د رامنځته شوي حالت ، د افغانستان د سولې بهيراو د دواړو هېوادونوترمنځ د دوه ارخيزو اړيکود پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې تيلفوني خبروکې دواړو لورو د روژې په مبارکه مياشت اود اختر په ورځوکې د فلسطين د خلکو پر حريم د اسراييلو د خونړي يرغل په غندنې او د سختې انديښنې په څرګندولو سره د تاوتريخوالي د سملاسي بندولو لپاره د اسلامي هېوادونو د سملاسي اقداماتو پراړتيا او د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا د ١٩٦٧ پريکړه ليک په چوکاټ کې د فلسطين د ستونزې پرحل ټينګاروکړ.
په دې تيلفوني اړيکه کې دغه راز د افغانستان د سولې د بهير او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او د سياسي، امنيتي ، اقتصادي اوفرهنګي همکاريو د کچې د لوړوالي په اړه خبرې وشوې .
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته