خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اوونۍ څه باندې ۸۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

 کابل، د مرغومې ۲۵مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ ( د مرغومې له ۲۲ مې تر ۲۸ مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷ زره ۲۶۶ مټرېک ټنه انتقالات شوي دي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۷۰ زره ۴۵۶ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲ زره  ۱۹۸ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۴ زره ۶۱۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په تېره اوونۍ کې ۱۰۳۹ ټنه ټرانزیټ او صادرات هم شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، وریجې او کینو دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د نږدې ۹۹ زره مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته