خبرونهاقتصادټولنهTOP

د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اوونۍ څه باندې ۸۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ (  د مرغومې له ۱ مې تر ۷ مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۸ زره ۱۲۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۶۷ زره ۱۱۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳ زره  ۳۵۷ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۷ زره ۶۵۲ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه  ۸۸ زره ۱۲۲ مټریک ټنه انتقالات کېږي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزیټ دی چې ۴۷۳ ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او کینو دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۷۵ زره مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته