د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ازبکستان ته سفر وکړ

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي، د‌ افغان – ټرانس په غونډه کې د ګډون او دوه اړخيزه ريلي همکاريو د پراختيا په موخه، نن د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر وکړ.
باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې؛‌ د دغه سفر په بهير کې افغان پلاوي د حيرتان اداري تعمير له رغنیزو چارو او د ازبکستان د ترمز ريل پټلۍ سټېشن له بېلابېلو برخو هم ليدنې ترسره کړې دي.
ټاکل شوې ده، د افغان – ټرانس پروژې غونډه سبا د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان، پاکستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو د استازو په منځګړيتوب ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته