کابل باختر د غويي دمياشتې ٦ نيټه :
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر پرون د روسیې په سوچي ښار کې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د نهم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ترکیې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال ښاغلي جنرال الپیر ایسیر سره د افغانستان اوسیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې دواړو لورو په سیمه کې د شته امنیتي او تروریستي ګواښونو په اړه د ستراتیژیکو بحثونو په ترڅ کې، ټینګار وکړ چې ترهګري د سیمې او نړۍ له پاره ګډ ګواښ دی اود مخنیوي له پاره یې دسیمې اونړۍ هیوادونه مسولانه او صادقانه اقداماتو ته را وبلل.
دملي امنیت سلاکار وویل، چې افغان ځواکونه د دې ترڅنګ چې له خپلو خلکو او ولس څخه دفاع کوي، له ترهګریزو ګواښونو څخه د سیمې او نړۍ د خوندیتوب په موخه د جنګ په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي. دملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې ترهګر او په جرمي اقتصاد کې ښکېلې کړۍ د سیمې له پاره په خطرناک ګواښ بدلیدونکي دي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه یې باید په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.
د ترکیې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جنرال الپیر ایسیر د ترهګرۍ پر وړاندې د جنګ په لومړۍ کرښه کې د افغان ځواکونو له سرښېندنو او مبارزې قدرداني وکړه او په سیمه کې یې دافغان ځواکونو مبارزه مهمه وبلله.
ښاغلي ایسیر زیاته کړه ، چې هېواد یې په سیمه او نړۍ کې مخ پر وده تروریستي ګواښونو ته توجه لري او د مخنیوي په برخه کې یې پر مشترکو اقداماتو ټینګار وکړ. ښاغلي ایسیر د جرمي اقتصاد دوام بل ګواښ و باله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري او جرمي اقتصاد له یو بل سره ژورې اړیکې لري.
پاى ذکرالله