د افغانستان امنیتي او اداري جګپوړي مقامات قندهارته سفروکړل
٢١- کابل / د مرغومي ۱۴ / باختر
د هېواد امنیتي او اداري جګپوړي مقامات قندهارته سفروکړل.
په دې سفرکې د ملي امنیت سلا کار، د کورنیوچارو وزير، د وسله وال پوځ لوی درستیز،د سیمه یزو ارګانونو د ادارې رییس او د ملکي ادارو یوشمېر مسوولین شامل دي.
د قندهار د امنیتي حالت او له ډار اچوونې سره د مبارزې د بهیر څېړنه او ښې حکومتوالی او بیا رغاونې او پرمختیا ته د زمینې برابرول، قندهارته د جګپوړو امنیتي او اداري مقاماتو د سفراصلي هدف دی.
د باخترآژانس سیمه ییزخبریال عثمان برکت د قندهار له ښآرڅخه خبررا کړچې دغه هیئت قندهارته د یو ورځني سفرپه بهیرکې د دغه ولایت له ملکي او پوځي مسوولینو او سیمه ییزو مشرانو سره د خلکو د امنیت د تامینولو او ښې حکومتوالی او پرمختیا بهیرته به د زمینو د برابرولو په اړه خبرې اترې وکړې.
قندهارته د جګپوړو پوځي مقاماتو سفرپه داسې حال کې کېږي چې دغه ولایت په دې وروستیو وختو کې د وسله والو طالبانو د شتون او فعالیت ډګردی.
پای-ع