سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور په تړاو د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت اعلامیه

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د افغانستان اقتصادی وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ ميلادي کال د دسمبر میاشتې په څلورمه نېټه راپور خپور شوی، چې پکې د افغانستان اقتصادي وضعيت ته کتنه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې ملي عوايد زيات شوي، د وارداتو په کچه کی زیاتوالی راغلی د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانی ارزښت د پام وړ پورته شوی د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی په بانکي سیستم کې پرمختګ شوی او با کیفیته روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي.

د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت د اقتصادی وضعیت په تړاو د نړیوال بانک له لوري د خپاره شوي راپور د پورته ذکر شویو برخو ستاینه کوي، چی په واقعیتونو ولاړې دي، ځکه دا پرمختګونه یو عيني واقعیت دی، چی یاد بانک نړی ته وړاندې کړی دی.

دا چې په راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان نيمايي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، اسلامي امارت دا ځکه ردوي، چې له تحول وروسته د هېواد په کچه لویی او متوسطې پروژې پيل شوې دي، چې لسګونو زرو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوی ده او دغه راز د سوداګرۍ، صنعت کرنې او زېربنا په برخو کې په پرمختګونو سره هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي، چې له امله یې د هېوادوالو ډیری اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي.

دا چې نړیوال بنسټونه پرې سترګې پټوي، دا له واقعیت څخه لرې دي او اسلامي امارت یی نه تاییدوي.

د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی، چی که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه پر بانکي سیستم او نورو برخو شته بندیزونه لري او د افغانستان کنګل شوي شتمني آزاده کړي نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختگ وکړي.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بيا له ټولو نړیوالو سازمانونو څخه غواړي، چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه په ډاګه کړي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې را منځته کېږي؛ په دې سره به نړۍ د افغانستان پر واقعی وضعیت او دلته له ترسره شویو پرمختګونو څخه خبره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته