سیاست

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوي د لومړي پړاو مذاکراتو په اړه جمهوررییس ته معلومات ورکړل

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي له رییس او غړو سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست مرستیالانو او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس هم حاضر وو، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي په دوحه کې له طالبانو ډلې سره د لومړي دور مذاکراتو راپور له جمهوررییس سره شریک کړ.
جمهوررییس غني د افغانستان اسلامي جمهوریت له مذاکراتي پلاوي څخه مننه وکړه چې له طالبانو ډلې سره د مذاکراتو په لومړي پړاو کې یې په اغېزمن ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب وکړ او زیاته یې کړه: مذاکراتي پلاوی دې د لومړي پړاو د انکشافاتو په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي.
جمهوررییس غني د سولې په بهیر کې د خلکو د ټولو اقشارو د نظریاتو شاملولو ته په اشارې سره د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو وړاندې دې د افغانستان د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې وکړي چې په مذاکراتو کې په سمه توګه د هغوی استازیتوب وشي.#
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته