د افغانستان اسلامي امارت يو قضايي پلاوی ایران ته روان شو

کابل، د مرغومي ۲۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ قضايي پلاوی ایران ته روان شو.
باختر اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي دي: د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ لوړرتبه قضايي پلاوی نن له اړوند لوړرتبه ایراني مسوولینو سره د لیدنې په موخه، تهران ته روان شو.
ایران ته د اسلامي امارت د سترې محکمې د یاد پلاوي د سفر مهمې موخې د دواړو هېوادونو ترمنځ په قضايي برخه کې د همکاریو ټینګښت، په ایران کې د افغان زندانیانو د حقونو تأمین، د دواړو هېوادونو ترمنځ حسن تعامل، په ایران کې پر اعدام د محکومو افغانانو لپاره د اعدام بدیلې لارې لټول او د زندانیانو استرداد بلل شوي دي.
ويل شوي چې ياد پلاوی به د خپل دوه ورځني سفر په بهير کې د ایران له عدلیې وزیر، د محکومینو د استرداد کمېټې له رییس او نورو مسوولینو سره د یادو موضوعاتو اړوند خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ياد قضايي پلاوي په تشکیل کې د سترې محکمې د مرکزي تمیز رییس شیخ محمد شریف حقاني، د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس مفتي عتیق الله دروېش، د سترې محکمې د مرکزي قضايي تفتیش عمومي رییس شیخ عبدالرحمن فراهي، د سترې محکمې د حقوقو عمومي رییس مفتي محمد ابراهیم جان ابوالحفاظ، د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس مولوي عبدالرحیم راشد او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو عمومي ریاست مرستیال مولوي یارمحمد حقمل هم ګډون لري.