کابل، د وږي ۱۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د کورنیو او بهرنیو رسنیو له مسئولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي ذبیح الله مجاهد، د یو شمېر بنسټيزو پروژو لکه ټاپي، نوري فایبر، رېل پټلۍ، ټاپ او نورو مهمو پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او د رسنیو له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې د یادو پروژو د ښه پوښښ او انعکاس په برخه کې همکاري وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند همدا رنګه د رسنیو له مسئولینو څخه غوښتنه وکړه چې د راپورونو د ترتیب ترڅنګ، د یادو پروژو د اقتصادي او ټولنیز اهمیت په اړه له کارپوهانو سره تحلیلي بحثونه ترسره کړي؛ ترڅو د یادو پروژو د ارزښت او اهمیت په اړه هېوادوالو ته لا پوهاوی ورکړل شي.
د کتنې په پای کې، د کورنیو او بهرنیو رسنیو مسئولینو، د یادو پروژو د ښه انعکاس په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د افغانستان اسلامي امارت له مرکزي ویاند سره شریک کړل.