کابل، د وږي ۲۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې رئيس الوزرا ته د هرات په نړیوال هوایي ډګر کې د یاد ولایت والي، ځايي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ښه راغلاست ووایه.
د سرچینې د مالوماتو له مخې نوموړی د هرات له نړیوال هوايي ډګر څخه د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ د ټاپي او نورو لویو پراختیایي پروژو د کار د پیل او پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمې ته په سفر ولاړ.
ټاکل شوې ده، چې د ټاپي پروژه او یو شمېر نورې پراختیايي پروژې نن د لوړ پوړو افغان او ترکمن چارواکو په شتون کې پرانیستل شي.