د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته ترسره شوه
کابل، د کب ۱۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ پرون په سپیدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د یاد کمېسیون د وروستیو پرېکړو او کړنو د ارزونو تر څنګ د سیمې او نړۍ په وروستیو تحولاتو بحث وشو او همدارنګه له ځينو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پر پیاوړتیا او د مثبت تعامل په پراختیا هم بحث او د نظریاتو تبادله وشوه.
د سیاسي کمېسیون په دغه ناسته کې د اجنډا اړوند یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه هم ونیول شول.