سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ

کابل، د وږي ۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه، ازبکستان ته سفر وکړ.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د ازبکستان هېواد په رسمي بلنه د ترمذ سرحدي ښار ته په سفر ولاړ. 

ټاکل شوې چې «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» نن په دغه ښار کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال، د ازبیکستان د لومړي وزیر، د آذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او همدا رنګه د قزاقستان او قرغیزستان د لوړو پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته