سیاست

د افغانستان اساسي قانون لس کلن شو

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
د مرغومي دمياشتې څوارلسمه په هيوادکې د اساسي قانون د تصويب  له لسمې کاليزې سره برابره ده. هغه هيواد چې مخکې له هغې يې نه قانون درلود او نه د قانون او خلکو د ارادې پربنسټ نظام.
دباخترآژنس خبريال ليکي: که چيرې د وروستۍ لسيزې د نښتو تاريخ ته نظر واچول شي؛ د افغانستان ملت ډيرې زياتې قربانۍ د سيمې د استخباراتو په قدرت غوښتوونکو لوبوکې زغملې  دي.  هغه لوبې چې افغانستان  يې د دښمنو ځواکونو د جګړو په خونړۍ ډګر بدل کړ او په پاى کې يې هغه په خاورې او ايرو بدل کړ.
په دغه شان حالت کې د نړيوالې ټولنې په مرسته او همکارۍ په هيوادکې د نوى نظام بنسټ کيښودل شو. دبن له پريکړې سره سم لنډ مهاله اداره جوړه شوه او د افغانستان دملت استازي راټول شول چې د ياغي توب دپاى ته رسولو په خاطر يو قانون جوړکړي او دهغه پربنسټ دنظام په جوړولو پيل وکړي.
  داکار يې وکړ او د همدې کار په رڼاکې و چې د هرې ورځې، اوونۍ، مياشتې او کال په تيريدو سره  په افغانستان کې د نظام جوړلوکار پيل شو اوويجاړ افغانستان له ايرو اولوګى څخه سرپورته کړ. په کورنى  برخه کې د بيا جوړولوکار پيل شو او په نړيوال ډګرکې په بېلابېلو هيوادونوکې د افغانستان سياسي نمايندګي جوړې شوې. افغانستان د اداري او نظامي ناخوالو تر څنګ په بېلابېلو برخوکې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړل.
خو له بده مرغه هر برياليتوب او پرمختګ داسې اغزى  و چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو په ځيګرکې ننوته.
په همدې دليل توطيه پيل شوه چې د افغانستان د چټکې اقتصادي، ټولنيزې او سياسي ودې مخه ونيسي.
په هر صورت د افغانستان خلکو هوډ کړى دى چې ويجاړ افغانستان بيا آبادوي او د دې هيواد دښمنان ناهيلې او سرټيټى کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته