کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د بیلاروس جمهوریت صدراعظم اندري کوبیاکوف نن د بیلاروس په پلازمېنه منسک کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو پر ډېروالي هوکړه وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د اجرائیه رئیس او بیلاروسي لومړي وزیر تر لیدنې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د زیاتوالي په موخه د پلاویو ګډه کاري ناسته جوړه شوه.
ښاغلي کوبیاکوف په دې ناسته کې افغان پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د افغانستان د ازادۍ ورځې د راتګ په ویاړ اجرائیه رئیس او افغان ملت ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه، چې په افغانستان کي د ثبات او ښېرازۍ په هیله دی.
نوموړي زیاته کړه، چي د افغانستان د پرمختګ تاثیرات یوازې د افغانستان تر جغرافیې محدود نه دي، بلکې سیمه او یوه لویه ساحه ورڅخه ګټه پورته کوي او موږ یادې موضوع ته له دې زاویې ګورو.
د بیلاروس لومړي وزیر یادونه وکړه، چې هیواد يې د کرنې، روغتيا، کرنيزې او صنعتي ټکنالوژۍ، تعلیمي او تحصیلي او همداراز د کانونو د استخراج په برخه کي له افغانستان سره هر راز همکاریو ته چمتو دی.
هغه وویل، چي د اقتصادي – تجارتي اړیکو د غوړېدا په موخه د دواړو هیوادونو د ګډ کمېسيون ایجاد او د همکاریو د لار نقشې جوړېدنه به مرسته وکړي، چي د سوداګریزو خونو ترمنځ راشه درشه ډېره شي او بیلاروسي سوداګرو ته د افغانستان په زیربنايي پروژوکي د ونډې اخستلو فرصت په لاس ورشي.
د هیواد اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې د بیلاروس هیواد له مېلمه پالني او د اقتصادي اړیکو د زیاتوالي لپاره له علاقې ښوولو مننه وکړه او وویل، چې افغانستان له دغه هېواد سره د خپلو اړیکو غښتلتیا ته ارزښت او لومړیتوب ورکوي.
هغه زیاته کړه، چي افغانستان د تجارت، صنایعو، کانونو، کرنې، ټرانسپورټ او ټکنالوژۍ په برخو کي د بیلاروس له جمهوریت سره د اړیکو پراختیا غواړي.
اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي افغانستان یو کرنيز او صنعتي هېواد دی او اړتیا ده، چي د بیلاروس پرمختللې زراعتي او صنعتي ټکنالوژي او تخصص افغانستان ته ولېږدول شي.
نوموړي وویل، چې د افغانستان طبي نباتات، غالۍ، وچه مېوه او زعفران هغه تولیدات دي، چي له ښه کیفیت څخه برخمن دي او د اقتصادي اړیکو د پراختیا پرمهال باید بیلاروس ته ولېږل شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چي ډېر ژر به کابل کې د بیلاروسي تجارو یوه ډله وویني او د اقتصادي فرصتونو پر ایجاد او پياوړتيا به ورسره مفصلې خبرې وکړي.
هغه د بیلاروس جمهوریت ته وړاندیز وکړی، چي افغان محصلینو ته دې د لوړو زده کړو بورسیې ورکړي او په دې توګه دې د تحصیلي همکاریو لپاره لار هواره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې سر له اوسه دې د دوو هیوادونو ترمنځ اقتصادي – تجارتي کمېسيون خپل فعالیتونه پیل کړي او ګډ فرصتونه دې په نښه او ارزیابي کړي.#
1 2 دقیقې لوستل