د افغانستان، تاجکستان اوترکمنستان د اوسپنې پټلۍ د پروژې کاري ډلې لومړنى غونډه جوړه شوه.

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٣١ :
د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان د اوسپنې پټلۍ د پروژې ( اته )دکاري ډلې لومړنى غونډه نن په ترکمنستان کې جوړه شوه.
دترکمنستان  په عشق اباد کې د افغانستان داسلامي جمهوريت سفير ډاکتر محمدفاضل سيفي باخترآژانس ته وويل: دهغه تفاهم ليک له مخې چې د افغانستان ، ترکمنستان  او تاجکستان د جمهورو رييسانو ترمنځ د روان کال په نوروزکې په عشق اباد کې لاسليک شو؛ نن ددغو دريو هيوادونو لومړۍ ډلې دکارپوهانو د يوې غونډې په ترڅ کې  د راتلوونکي منظم اوپرله پسې کاري پروګرام په باب خبرې وکړې .
په دې غونډه کې  چې لومړۍ کاري غونډه وه؛ پريکړه وشوه چې درې واړه هيوادونه دې تر راتلوونکو دوو اوونيو پورې ددغو دريوهيوادونوترمنځ د اوسپنې د پټلۍ  د غځولوموافقه ليک طرحه برابره  اويو دبل په واک کې يې ورکړي چې په راتلوونکي   غونډه کې بشپړ او لاسليک شي او دغه راز ددغې کرښې د جوړولو دپيسو د تمويلوونکومنابعو  او د پرله پسې کتنو له ګراف سره دمنظم  پروګرام  په باب چې په هرو دوو مياشتوکې کاري ډلې يو ځل او رهبري ګروپ په هرو دريو مياشتوکې  په پروژې کې د يو شامل هيواد په پايتخت  کې خبرې وکړې؛ موافقې ته ورسيدل.
ده وويل: دغه پروژه يوه مهمه سيمه ييزه پروژه ده چې افغانستان  پکې مرکزي رول لري. په کال کې افغانستان ته مليونونو ډالره خالص عوايد اوپه زرګونو افغان ځوانانو ته دکار زمينه  برابروي  .
دغه راز ددغې پروژې د لرليد په باب چې په سيمه کې زيات دښمنان لري؛ نه
يوازې  زموږ هيواد ته له اقتصادي  پلوه ارزښت لري؛ بلکې له سياسي نظره دغه
پروژه افغانستان او سيمې ته زيات ارزښت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته