د افغانستان، ايران او پاکستان ترمنځ د درې اړخيزې غونډې طرحه تایید شوه

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
د ايران د بهرنيو چارو د وزير ځانګړي استازي محمد ابراهيم طاهريان د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير محمد حنيف اتمر سره په کتنه کې د افغانستان، ايران او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د درې اړخيزې غونډې د جوړولو طرحه وړاندې کړې ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په وينا کې راغلي دي چې طاهريان پاکستان ته د خپل وروستي سفر د پایلو په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ته معلومات ورکړل او د درېو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د سيمه ييزې اجماع پر ارزښت ټينګار کړى دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو پياوړتيا ارزښتناک وباله او د دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو پر لا زيات تينګښت يې ټينګار کړى دى.
اتمر د درې اړخيزې غونډې طرحه په اصولو کې تاييد کړه او د افغانستان د سولې بهير د برياليتوب په اړوند یې د سيمه ييزې اجماع د پياوړتيا لپاره د دغې غونډې جوړول ګټور بللي دي.
له دې وړاندې تهران هم د افغانستان د سولې خبرو لپاره د کوربه توب چمتووالی اعلام کړی و.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته