خبرونهنړۍ

د افریقایي هېواد مالاوي د ولسمشر د مرستیال الوتکه له رادار څخه وتلې

نړۍ, د غبرګولي ۲۱ مه, بهرنۍ رسنۍ
رویترز خبري اژانس نن دوشنبې د افریقا په ختیځ مالاوي هېواد کې د محلي رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر سائولوس چیلیما لېږدونکې الوتکه چې دفاع وزارت پورې اړه لري او نهه نور کسان هم په کې سپاره دي، له رادار څخه وتلې او د موقعیت په اړه یې معلومات نشته.
د یاد هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې الوتکې له پلان سره سم په مزوزو هوایي ډګر کې ناسته نه ده کړې.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دغې الوتکې سره د اړیکې نیولو ټولې هڅې شوي، خو لا یې پایله یې نه ده ورکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته