کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر
په هرات کې د فریلانسینګ پروګرام له لارې د لویدیځ زون په کچه زرګونه ځوانانو ته د زده کړې تر څنګ د کار زمینه برابریږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې یاد وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په کچه ۱۵ زره ځوانانو ته د فریلانسینګ پروګرام له لارې د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد لویدیځ زون په کچه د فریلانسینګ پروګرام په دویم پړاو کې ۳۰ تنو ځوانانو ته په انلاین ډول د کار او زده کړو زمینه برابرېږي، چې تر دا مهاله د یاد پروګرام له لارې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د یاد پروګرام له لارې زرګونه ځوانانو ته د زده کړو زمینه هم برابره شوې ده.
د نوموړي په وینا، تر اوسه پورې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه شاوخوا ١٠٠٠ ځوانان په فریلانسینګ پروګرام کې روزل شوي دي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي مولوي حیات الله مهاجر د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې ځوانان باید په هرې برخې کې زده کړې وکړي څو هېواد په تعلیمي ډګر کې بډایه او پرمختګ وکړي.
باید وویل شي چې یوه اوونۍ مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هڅو په مزارشریف کې لسګونه تنه ځوانانو ته د فریلانسینګ یا انلاین ډول د کار او زده کړو زمینه برابره شوې وه.