خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو پلاوي د جام له تاریخي منار څځه لیدنه کړې

کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو ګومارل شوي پلاوي په غور ولایت کې له جام تاریخي منار څخه لیدنه کړې او د دغه منار د لا ټینګولو او راتلونکي کې ورته د پام کولو په اړه یې ارزونې کړې دي.

غور ته استول شوي پلاوي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې او رغونې رییس محمد حسیب نسیمي او د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحی زعیم یې غړي دي، ویلي، چې ډېر ژر به د منار څنګه ته د بهېدلي سیند پاک کاري او دغه راز د سېلابونو له امله یاد منار سطحي ویجاړ شوي ځایونه ترمیم او د لا ښې ساتنې لپاره به یې اړین ملحقات جوړ شي.

باید وویل شي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان له دغه منار څځه لیدنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې وروستیو سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولو ترڅنګ ځینو سیمو کې تاریخي ځایونو ته هم زیان اوښتی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress