خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو شمېر متقاعدین وستایل شول

کابل، د وږي ۲۴ مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو یو شمېر ریاستونو هغه کارکوونکي، چې په دې وروستیو کې تقاعد شوي وستایل.

د یاد وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال په همدې مناسبت جوړه شوې غوڼډه کې د ماموریت پرمهال د متقاعدینو د کارونو ستاینه کړې او هغوی يې د هېواد کادرونه بللي دي.

هغه زیاته کړې، چې هېوادونه په پیسو نه بلکې په کادرونو پياوړي او غښتلي کېږي.

مولوي جمال زیاته کړې:« د اوسنۍ ادارې موجودیت د همدې متقاعدینو د زیار او زحمت نتیجه ده چې ډېری کسان یې روزلي تر څو وطن ته خدمت وکړي او اداره په پښو ودروي».

Ps2024091412 1

په ورته وخت کې د یاد وزارت د ارشاد او دعوت رییس مولوي محمد طیب په یادو مراسمو کې ویلي؛ دا د متقاعدینو لپاره د ویاړ ځای دی، چې ۴۰ کاله یې په پوره اخلاص او امانتدارۍ خپله دنده سرته رسولې او په خوښۍ سره تقاعد کېږي.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري سرچینو رییس مولوي نقیب الله نعماني ویلي چې په دې وروستیو کې ۱۳ تنه تقاعد شوي او دایې خپله دنده بللې ده، چې هغوی وستایي.

دغه راز د متقاعدینو په استازیتوب علي احمد احمدي خبرې کړې او له مسوولینو یې مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ماموریت پر مهال یې دین، هېواد او خلکو لپاره خدمت کړی دی.

هغوی همدارنګه له مسوولینو وغوښتل؛ هغه متقاعدین چې د کار کولو وړتیا لري، باید ورته د کار زمینه برابره شي.

ورته مهال بیا د یاد وزارت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د هغوی پرغوښتنو به غور او له هغوی سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته