د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اداري غونډه کې، د دغه وزارت د راتلونکي کال پر تشکيل خبرې وشوې
کابل، د لړم ۱۹مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري غونډه، نن د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت الله جمال، د هنر او کلتور معين مولوي عتیق الله عزيزي، د ځوانانو چارو د معين مولوي محمد يونس راشد، د نشراتي چارو معينيت د سرپرست مولوي ضياءالحق حقمل او د مرکزي رئيسانو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ګرځندوی، مالي او اداري معين، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تشکيل په اړه هر اړخيزې خبرې کړې دي.
په غونډه کې ټينګار شوی چې د وزارت تشکيل بايد داسې جوړ شي چې د هنر او کلتور، خپرونو چارو او د ځوانانو په برخو کې لا ډېر ګټور تمام شي او د ګرځندوی په برخه کې هم هېوادوالو او بهرنیو سیلانیانو ته د خدمتونو وړاندې کولو کې لا ډېرې آسانتياوې برابرې شي.
د غونډې ګډونوالو هم د راتلونکي کال تشکيل په اړه خپل نظريات او وړاندېزونه شريک کړي دي.
د غونډې په پای کې، د ياد وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال تشکیل د جوړولو او ارزولو په موخه يوه کمېټه جوړه شوې ده چې د هغې د پرېکړې له مخې به په یادو برخو کې هېوادوالو ته لا ښه خدمتونه وړاندې شي.