د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر یو شمېر کارکوونکو تصدیقپاڼې ووېشل شوې
کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسئولینو له لوري، نن د “رهبرۍ” تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام پر ګډونوالو تصدیقپاڼې ووېشل شوې.
یاد پنځلس ورځنی روزنیز پروګرام چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري ترسره شو، د دغه وزارت د بېلابېلو ریاستونو لسګونه کارکوونکو ګډون کړی و او په کې د رهبرۍ، ستراتیژیک پلان او د مدیریت لارو چارو اړوند موضوعات له ګډونوالو سره شریک شوي دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ډاډ ورکړ او ويې ویل چې دغه وزارت هڅه کوي د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترسره کړي؛ ترڅو په چارو کې ښه والی او چټکتیا رامنځته شي.
هغه د یاد روزنیز پروګرام له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له علم او تجربو څخه دې، د ادارې د پرمختګ او چارو د لا ښه والي لپاره ګټه واخلي.
یو شمېر ګډونوالو هم، د یاد پروګرام د ترسره کولو په خاطر د اطلاعاتو او کلتور وزارت له کارکوونکو چارو ریاست څخه د مننې ترڅنګ؛ د دغه شان روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې، مسئولینو د یادې روزنیزې دورې پر ګډونوالو تصدیقپاڼې ووېشلې.