د اطلاعاتو او کلتور وزارت له کارکوونکو څخه د «عقیدتي مسایلو» د آزموینې پایلې اعلان شوې

کابل، د لړم ۱۳مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د دغه وزارت د بېلابېلو برخو له سلګونو کارکوونکو څخه د ۱۴۰۳ مالي کال د «عقیدتي مسایلو» د درسي نصاب د څلورنیم میاشتنۍ آزموینې پایلې نن اعلان شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد، په اسلامي ټولنه کې د دعوت او ارشاد پر اړتیا او د علماء کرامو پر مقام هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې دیني عالمان د انسانانو د معنویت او د ابدي ژوند د اصلاح مسئولیت پر غاړه لري او د احترام وړ کسان دي.

هغه زیاته کړه چې انسان د دنیوي (مادي) او اخروي (معنوي) اسبابو لپاره ژوند کوي؛ خو د انسانانو د ژوند اصلي او اساسي موخه باید خاص د الله تعالی (ج) د رضایت حاصلول او خلکو ته خدمت کول وي. 

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي حاجي محمد طیب، د دنیوي او اخروي آزموینو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او ویې ویل چې انسان د آخرت په ستر امتحان کې د کامیابۍ او د الله تعالی (ج) د رضایت د ترلاسه کولو لپاره باید ډېر عبادت وکړي او د اسلامي شریعت مطابق خپل اعمال ترسره کړي.

Ps20241134 1

هغه له خلکو څخه وغوښتل چې د اخروي امتحان لپاره ځانونه چمتو کړي؛ د جهنم له اور څخه د خپلو کورنیو او قریبانو د ژغورلو لپاره دې هڅې وکړي او دوی هغو کارونو ته وهڅوي چې د الله (ج) د رضایت سبب کېږي او له هغه څه یې منع کړي چې د الله تعالی (ج) د نارضایتي سبب ګرځي.

د دعوت او ارشاد رئیس، همدا رنګه پر ټولو کورنیو غږ وکړ چې خپل اولادونه د دیني علومو په جوهر سمبال او د فکري روزنې لپاره یې هڅې وکړي او ترڅنګ یې عصري علوم هم پرې زده کړي.

په ورته مهال، د ځوانانو چارو معینیت د فرهنګي چارو رئیس مولوي امداد الله منصور وویل: «د تاریخ په اوږدو کې چې هر وخت پر افغانستان باندې استعماري قوتونو یرغل کړی دی؛ د افغانانو په ځانګړې توګه د ځوانانو پر افکارو او اذهانو کار کړی او د هغوی لپاره یې بهرنۍ نسخه جوړه کړې او تطبیق کړی یې ده».

Ps20241134 2

 خو په وینا یې، په اسلام مینو افغانانو هېڅکله په هېواد کې پردي افکارو ته وخت او ځای نه دی ورکړی او د دښمن د دغه شان شومو موخه پر وړاندې په ټول قوت سره درېدلي او د هغوی شوم پلانونه یې شنډ کړي دي.

د غونډې په بهیر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالحق حماد، وویل چې هر انسان باید د خپل ژوند لپاره اهداف ولري او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره باید له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخلي.

د هغه په وینا، د انسان اصلي او اساسي هدف باید د الله تعالی (ج) د رضایت حاصلول، د بشر لپاره خدمت کول او پر ځمکه باندې الله (ج) د نظام حاکمول وي.

د آزموینې یو شمېر ګډونوالو هم، پر دیني او عقیدتي مسایلو د پوهاوي لپاره، د دعوت او ارشاد ریاست د روزنیزو پروګرامونو جوړول مهم او اغېزناک وبلل او د دوام غوښتنه یې وکړه.

هغوی دیني زده کړې، د ټولنې د اصلاح او د ژوندانه تر ټولو مهمه برخه وبلله او ویې ویل چې د دعوت او ارشاد ریاست په روزنیزو دورو کې یې، د دیني او عقیدتي مسایلو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، د مسئولینو له لوري د آزموینې پر یو شمېر ممتازو ګډونوالو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته