خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د کندهار له والي سره کتلي

کابل، د تلې ۲۱مه، باختر 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د کندهار له والي سره په یو لړ ملي او کلتوري موضوعاتو خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې چې د کندهار په ولایت مقام کې ترسره شوه، د دواړو لورو ترمنځ د بهرنیو سیلانیانو د راتګ، تاریخي ابداتو د بیا رغونې، د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې، او د ځوانانو لپاره د کلتوري پروګرامونو د پیاوړتیا په تړاو خبرې شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په دې کتنه کې د دغه وزارت هغه هڅې په ګوته کړې چې د افغانستان تاریخي او کلتوري ارزښتونو د خوندي کولو، په نړیواله کچه د هېواد د تاریخي میراثونو د معرفي کولو او بهرنیو سیلانیانو ته د افغانستان د کلتوري او تاریخي ځايونو د ورپېژندلو لپاره ترسره شوي دي. 

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان شتمن تاریخي ابدات او فرهنګي ارزښتونه د نړیوالو پام ځانته را اړولی شي او دغه برخه کې د لا پراختیا لپاره ګډې هڅې روانې دي.

ورته وخت کې د کندهار والي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هڅو ستاینه وکړه او د کندهار ولایت د ادارې په استازیتوب یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته