د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د لوی احمدشاه بابا د کور د بیارغونې له چارو ليدنه وکړه

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خير الله خيرخواه په کندهار کې د لوی احمدشاه بابا د کور د بیارغونې له چارو ليدنه وکړه.

ملا خير الله خيرخواه د لوی احمدشاه بابا د کور کارونه ښه وبلل او په ځينو برخو کي یې يو شمېر اړينې سپارښتني هم وکړې.

د یادې لیدنې پرمهال د وزارت د تاريخي ابداتو د ساتنې او رغونې رئیس انجينر محمد حسيب نسيمي او ورسره پلاوي د کندهار د اطلاعات او کلتور د رئیس مولوي انعام الله سمنګاني هم شتون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته