خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست: د تاریخي ابداتو ساتنې او بیا رغولو ته ژمن یو او په دې تړاو ګړندۍ هڅې روانې دي

کابل، د چنګاښ ۶مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د دغه وزارت اړوند د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیا رغولو له ریاست څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د تاریخي ابداتو ساتنې او بیارغونې ته ژمن دي او په دې تړاو د وزارت ګړندۍ هڅې دوام لري.

20240626 173833 0000
نوموړي په دغه کتنه کې د یاد ریاست له مسوولینو سره وکتل او د هغوئ د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور یې هم واورېد.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د یاد ریاست مسوولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د هغوئ د فعالیتونو ستاینه یې وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همدارنګه ټینګار وکړ، چې د تاریخي ابداتو ساتنه او بیارغول د وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دې په همدې موخه ګړندۍ هڅې دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرت په دغه کتنه کې د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست مسوولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې هم وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته