د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین کندهار ته سفر وکړ

کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
د اطلاعات او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین مولوي سعد الدین سعید کندهار ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور له رئیس مولوي انعام الله سمنګاني سره وکتل.
په یاده کتنه کې مولوي انعام الله سمنګاني د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر لاسته راوړونو او فعالیتونو په تړاو نوموړي ته معلومات ورکړل.
ورته مهال مولوي سعدالدین سعید د اطلاعاتو او کلتور ریاست لاسته راوړنې وستایلې او د خپله اړخه یې د پوره همکارۍ ډاډ وړاندې کړ.
نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري څو ورځې مخکې د جوړ شوي نندارتون ستاینه وکړه او ویې ویل چې یاد نندارتون په ډېرې کامیابۍ سره پای ته ورسېد.
هغه هیله وښوده، چې اطلاعات او کلتور ریاست خپل فعالیتونه لا ډېر او پراخ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته