د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين د ایران سفارت له فرهنګي اتشې سره وکتل
کابل، د کب ۶مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي سعدالدين سعيد د ایران سفارت له فرهنګي اتشې سيد روح الله حسیني سره وکتل.
په دې کتنه کې د ځمکنیو او هوايي ویزو او د ویزې د بیې په برخه کې پر شته ستونزو او ننګونو، د ځمکنیو ویزو غوښتونکو ته د زیاتو آسانتیاوو برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
د ایران سفارت فرهنګي اتشې یادو ستونزو ته د حل لارو پيداکولو په برخه کې د خپل هېواد له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري او ګرځندوی تجربو د شریکولو او همدارنګه د تحصیلي بورسونو د ورکړې په برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دغه کتنې پرمهال د ګرځندوی رئيس مولوي سيد محمد سعيد او د افغانتور دولتي شرکت رئيس محمد نبي بها هم شتون درلود.