د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین د جاپان له سفیر سره ملي موزیم ته د نوې ودانۍ په جوړولو خبرې کړي
کابل، د کب ۶مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له سفیر تاکايوشي کورمایا سره د هېواد په ملي موزیم کې وکتل.
په دې کتنه کې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې جاپان تل د افغانستان کلتوري او فرهنګي بنسټونو د غښتلتیا لپاره کار کړی او په خبره یې د کابل په ملي موزیم کې د مختلفو مذهبونو او مختلفو دورو آثار خوندي دي خو شته امکانات د آثارو د خوندیتوپ لپاره بسنه نه کوي.
مولوي عزیزي کابل کې د جاپان هېواد له سفیر څخه د ملي موزیم لپاره د نوې ودانی د مجهز لابراتوار، د آثارو لپاره زېرمه او د نندارې لپاره د سالونونه جوړولو غوښتنه وکړه.
ورته مهال د هېواد د ملي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد کابل کې د جاپان له سفیر تاکايوشي کورمایا څخه مننه وکړه چې د ملي موزیم څخه لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملي موزیم اړتیا لري ترڅو د جاپان هېواد دوستانه مرستې وکړي او دغه تاریخي بنسټ له هره اړخه مجهز وګرځوي.
په همدې حال کې تاکايوشي کورمایا په یاده ناسته کې وویل چې د افغانستان کلتوري ارزښتونه نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم دي او ملي موزیم ته د راتګ هدف هم د ملي موزیم ارزونه ده.
نوموړي زیاته کړه چې موږ د افغانستان تاریخي آثارو د ساتنې لپاره عملا کار شروع کړی او ډېر ژر به جاپاني لرغون پوهان او متخصصین افغانستان ته راشي.
د کتنې وروستیو کې د جاپان سفیر د ملي موزیم له بېلابېلو برخو او آثارو څخه لیدنه وکړه او خوښي یې وښوده چې ملي موزیم کې د ټولو فرهنګونو او ادیانو آثار خوندي او شتون لري.